د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک له اروپایي ټولنې وغوښتل چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي او د دغه هېواد د بالسټیک توغندیو پروګرام په نښه کړي. هوک د ایران دغه پروګرام ډېر خطرناک وباله.
نوموړی دغه غوښتنه وروسته له هغې کوي چې څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم د ایران له خوا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو نوې ازموینه وغنده.
د پامپیو په وینا، دغه توغندي چې مختلف سروکي لېږدولای شي، د دې وړتیا لري چې د اروپا ځينې برخې او په منځني ختیځ کې هره سیمه په نښه کړي.
د پامپیو او هوک دغه څرګندونې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هغه کړکېچ د زیاتېدو نښې په ډاګه کوي چې د روان کال له پیله واشنګټن د ایران پر اقتصاد سخت بندیزونه لګول، پیل کړي دي.
له اروپایي ټولنې څخه د امریکا دغه غوښتنه په داسې وخت کې کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د تړلو دروازو تر شا د ایران د بالسټیک توغندیو پر پروګرام بحث وکړ، خو د دغه بحث په اړه جزیات نه دي په ډاګه شوي.




































