د اندونیزیا له لوري د خوراکي توکو مرسته نن کابل ته استول شوې ده. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نن یې د خوراکي توکو مرسته کابل ته استولې ده او ډېر ژر به یاد هېواد ته ورسېږي. د یاد وزارت په خبره، د خوراکي توکو دا مرسته به د خوړو نړیوال پروګرام له لارې پر اړمنو افغانانو ووېشل شي. اندونیزیایي چارواکي وایي چې دوی به په روان سخت ژمي کې د افغانستان خلک هېر نه کړي او هڅه یې دا ده چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوي ته راودانګي. اندونیزیا پر نورو هېوادونو هم غږ کړی دی چې په روان یخ ژمي کې د اړمنو افغانانو لاسنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.



































