درېیو نورو امریکایي استازو هم له بايډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادول غوښتي دي. درېیو امریکایي استازو جیس کرو، تام مالینوفسکي او پیتر مایجر په یوه ګډ لیک کې د امریکا له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ ستره برخه ازاده کړي.
یادو استازو ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکا دې په غیر قانوني توګه د عامو وګړو شتمني نه کنګل کوي. د استازو په خبره امریکا هغه پیسې کنګل کړې چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو او عامه خدماتو لپاره ځانګړې شوې وي، نو ښه به وي چې ژر تر ژره یې ازادې کړي.
دغه امریکايي استازي ټینګار کوي چې دا د افغانانو حق دی او امریکا ته په کار ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د یاد هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
تر دې وړاندې د برني سندرز په ګډون ګڼو نورو امریکایي استازو هم د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې وه.



































