افغانستان ته ۳۲ میلیونه ډالر نوره بشردوستانه مرسته هم رالېږل شوې ده. د افغانستان مرکزي بانک وایي چې د بشردوستانه مرستو په دوام تازه ۳۲ میلیونه ډالر نقدي مرسته کابل ته را رسېدلې ده چې د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل شوې ده.
مرکزي بانک وایي دا پیسې تېره ورځ د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل شوې دي. په وروستیو کې نړیوالې مرستندویه موسسې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د وېش او رسولو لپاره افغانستان ته نقدې پیسې رالېږي، چې تر ډېره د افغانستان نړیوال بانک ته لېږدول کېږي.
پر مرکزي بانک د بندیزونو له امله دغه پیسې افغان حکومت ته نه سپارل کېږي، خو نړیوالې مرستندویه موسسې د پیسو لېږد د ستونزې د حل یوازینۍ لار بولي.



































