سیګار وایي د پخواني حکومت په اړه د فساد او نقدو پیسو د ورکېدو پلټنه کوي. د سیګار مشر جان سوپکو بهرنیو رسنیو ته ویلي چې دوی د فساد قضیې، په افغانستان کې د میلیونونه ډالرو د ورکېدو ادعا او همدا راز په وروستیو کې افغانستان ته د تللو نقدو پیسو په اړه پلټنې کوي. سوپکو وایي دوی هغه ټول لګښتونه څېړي چې په وروستیو کې افغان حکومت ته په تېره پوځي برخو ته ورکړل شوي وو.
په ورته وخت کې راپورونه وایي چې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سوپکو وربللی و او له هغه یې د فساد او پیسو د ورکېدو په تړاو پوښتنې ګروېږنې کړې دي. همدا راز د پخواني ولسمشر نږدې کس فضل محمود فضلي هم رسنیو ته ویلي چې دوی په فساد کې ښکېل نه وو، خو په حکومت کې فساد نه شي ردولی.
دده په خبره دوی له سیګار سره د څېړنو په برخه کې پوره همکارۍ ته تیار دي.
بلخوا شنونکي بیا وايي چې د ولسمشر نږدې کړۍ او د مرکزي بانک وروستی رییس اجمل احمدي په افغانستان کې په پراخ او سیستماتیک فساد کې ښکېل کسان وو او باید په اړه یې پلټنې وشي.



































