د بشري حقونو د څار سازمان د بایډن پرېکړه غندلې ده. دغه سازمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې بایډن د افغانستان د اقتصادي سقوط په لټه کې دی. سرچینه وایي چې بایډن په دې غیر منطقي کار سره وښوده چې غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي او دغه هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ کړي.
د بشري حقونو د څار اداره وایي دا سمه ده چې په افغانستان کې طا لبان واک ته رسېدلي او پر دوی به بندیزونه وي، خو دلته میلیونونه وګړي ژوند کوي او کنګل شوې شتمني د دوی حق و، نو امریکا ته نه وه په کار چې پر دې شتمنیو یې داسې لوټ جوړ کړی وی. د بشري حقونو د څار نړیواله اداره د بایډن دغه پرېکړه غندي او هغه غیر اخلاقي او غیر انساني بولي.



































