پاکستان د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د بايډن د پرېکړې هرکلی کړی دی. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د بایډن د پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان یوه برخه شتمني یې بېرته دغه هېواد ته ځانګړې کړې ده. نوموړي په خپلو خبرکو کې ویلي چې تر یوې ډوډۍ نیمه هم ښه ده. بایډن پرېکړه کړې چې د افغانستان د اوو میلیاردو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ نیمایي یې افغانستان ته ورکړي او نیمایي نوره امریکایي وګړو ته، خو دا پرېکړه محکمې ته لېږل شوې چې د محکمې تر تایید وروسته به د اجرا وړ وي. د بایډن دې پرېکړې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي او پر بایډن سختې نیوکې شوې دي.



































