د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی قطر هېواد ته روان شو. د دغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې دغه پلاوی به د خلیجي هېوادونو، اروپایي ټولنې له استازو، دیني عالمانو له ټولنو او له هغو ډیپلوماټیکو څانګو سره چې د کابل پر ځای یې قطر هېواد د خپل فعالیت لپاره ټاکلی، پر مهمو مسایلو بحثونه وکړي. د دغه سفر نور جزیات نه دي شریک شوي. یاد پلاوي قطر هېواد ته تر روانېدو وړاندې د ترسره کېدونو غونډو لپاره په بهرنیو چارو وزارت کې چمتوالی نیولی دی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان تر دې وړاندې په اسلو کې د اروپایي ټولنې او امریکا له استازو سره په درېیو ورځینو خبرو اترو کې پر بېلابېلو مسایلو بحثونه وکړل.





























