د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې دوی د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو په اړه له نړیوالو سره خبرې پیل کړې دي. د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دوی له نړیوالو سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو خبرې کړې دي. دده په وینا دوی خپلو هڅو ته ادامه ورکوي چې په همدې لړ کې یې د اسلامي پراختیا بانک سره په ګډه له نړیوالو سره خبرې اترې کړې دي. دغه سازمان وایي دوی په دې لټه کې دي چې وکړی شي په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخنیوی وکړي او له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو لپاره لارې چارې ولټوي. د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه امریکا د افغانانو پر ملي شتمنیو خېټه اچولې او هغه یې له امریکایي وګړو سره نیمایي کړې ده.



































