ګارډین ورځپاڼې د افغانستان ځانګړې توګه د بلخ ولایت د سقوط لاملونو په اړه یو راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي دي چې پراخ فساد د دې لامل شو چې بلخ ولایت په ډېره کمه موده کې د طا لبانو په لاس سقوط وکړي. راپور کې وړاندې راغلي دي چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور له دولتي قراردادونو څخه پیسې وهلې او خپل جېب کې یې اچولې. راپور په بلخ کې د یو سوداګر له خولې ویلي چې په دغه ولایت کې هیڅ داسې تجارت نه و چې عطا محمد نور ته دې باج ورنه کړي. یاد سوداګر ویلي چې که به چا عطا نور ته له باج ورکولو ډډه کوله نو سوداګرۍ یې دوام نه شو پیدا کولی نو ټول غټ او واړه سوداګر مجبور و چې نوموړي ته باج ورکړي او خپله سوداګري روانه وساتي.



































