د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي، چې په لوګر کې د مس عینک کان د استخراج چارې به ژر پیل شي. ددغه وزارت ویاند مولوي برهان وایي، چې د یاد کان تړون له «ام سي سي» چینایي کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی، چې د استخراج چارې به یې په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي. د لوګر د مس عینک کان ۲۴۰ میلیونه ټنه اټکل شوی دی، چې د مسو ارزښت یې پنځوس میلیارده ډالره کېږي. مولوي برهان وایي، چې «ام سي سي» چینایي کمپنۍ له ا.ا سره په اړیکه کې ده او د کان د استخراج لپاره یې بشپړ چمتوالی ښودلی دی. دغه کمپنۍ ویلي، چې د دوه میلیارده او نهه سوه میلیون ډالرو په پانګونې سره به ژر د یاد کان د استخراج چارې پیل کړي. ددغه کان د استخراج په پیلېدو سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول نږدې پنځوس زرو کسانو ته د کار او دندې امکانات برابر شي. د لوګر د مس عینک کان تړون پنځه کاله وړاندې لاسلیک شوی و، خو په یاده سیمه کې د تاریخي اثارو د موجدیت له کبله یې چارې ځنډېدلې وې.



































