راپورونه وایي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې افغانستان ته د بشري مرستو د جلب او رسولو په موخه غونډه شوې ده. راپورونه وایي چې په دې ناسته کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د قطر او افغانستان د سرې میاشتې ټولنې استازو برخه اخیستې ده. د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي په موخه له دغه هېواد سره پر مرستو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې نور باید د دغه جګړه ځپلي هېواد پر وګړو فشارونه رانه وستل شي. دوی دغه راز د مرستندویه سازمانونو پر امنیت هم ټینګار کړی دی چې افغان لوري ورته ډاډ ورکړی دی. راپورونه کاږي چې په دې ناسته کې دغه راز د کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان، مالیزیا، هالنډ، اسپانیا، سویس، بریتانیا او امریکا استازو هم برخه اخیستې وه.



































