د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی دی چې د افغانستان مالي شتمني ازاده کړي. نوموړي زیاته کړې ده چې امریکا په غیر مسوولانه توګه له افغانستان څخه ووته، نه یوازې دغه هېواد بلکې ټوله سیمه یې له خطرونو سره مخ کړه او اوس یې د افغان ولس پیسې هم په خپلو بانکونو کې کنګل کړې دي چې دا غیر اصولي او د ټولو قوانینو خلاف عمل دی. هغه ویلي چې دا پیسې د افغانانو دي او باید بېرته افغانستان ته وګرځول شي. وانګ یي د چین او افغانستان پر ښو روابطو ټینګار کړی دی او له دغه هېواد سره یې د بشردوستانه همکاریو د پراختیا خبره کړې ده.



































