د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان (اوایسي) ځانګړي استازي د رییس الوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي چې نړیوالو اوس دا درک کړې ده چې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه جدي شوې او وضعیت ورځ تر بلې ښه کېږي. سرچینه کاږي چې ملا برادر د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره په دې کتنه کې په افغانستان کې پر بشري مرستو، د ښځو پر تعلیم، امنیت، د فساد پر وړاندې پر مبارزې او د زیربنايي پروژو پر پيلولو خبرې کړې دي. د سرچینې په خبره، ملا برادر د اسلامي همکاریو سازمان څخه مننه کړې، چې په افغانستان کې یې خپل سفارت پرانیست او فعالیت يې پيل کړ.



































