د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر او دغه راز د دغه هېواد د اټومي انرژۍ پخواني رییس علي اکبر صالحي پر اوکراین د روسیې برید ته په اشارې ویلي چې روسیه باید د افغانستان له اشغال څخه په درس اخیستلو د اوکراین جګړه هر څومره ژر چې کېږي پای ته ورسوي ځکه د ده په وینا دا جګړه به نه یوازې د روسیې بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره ډېرې خطرناکې پایلې ولري. نوموړي زیاته کړې ده چې روسیې په خپل ټول قوت سره د افغانستان د لاندې کولو لپاره په کلونو جګړه وکړه خو خپل هدف ته ونه رسېده او دا جګړه بلاخره د شوروي اتحاد په پاشل کېدو بې له کومې څرګندې لاسته راوړنې پای ته ورسېده. هغه ټینګار کړی دی چې روسیه او اوکراین باید له ډيپلوماټیکو لارو د خپل هدف تر لاسه کولو هڅه وکړي او په خبره یې؛ که چېرته داسې ونه کړي نو د افغانستان په څېر به یې دا جګړه هم له زیانونو پرته بل هیڅ درد دوا نه کړي.





























