کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو اکاډمۍ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري (حمل) میاشتې په شپږمه نیټه به د دغې اکاډمۍ د پنځه ګونو پوهنځیو د دویمو او درېیمو ټولګیو زده کړې پیل شي. په خبرتیا کې ټولو زده کړیالانو ته خبر ورکړل شوی دی چې د راتلونکې حمل میاشتې په شپږمه نېټه دې د خپلو درسونو د پیل په موخه د ملي پولیسو اکاډمۍ ته ورشي. د یادونې ده چې د پولیسو د ملي اکاډمۍ درسونه واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ځنډول شوي وو خو اوس تازه یې د پیلېدو خبر ورکړل شوی دی.





























