امریکا د افغان حکومت پر وړاندې تازه اقدام کې دوحه کې مهم مذاکرات لغوه کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په غبرګون کې په دوحه کې له نوي افغان حکومت سره پلان شوي مهم مذاکرات ځنډول شوي دي. رویټرز په یوه راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې په دې مذاکراتو کې د ډېرو مهمو اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کېدلې، چې په هغه کې یو هم د افغانستان بانک د استقلالیت او بله هم د نوو افغانیو د چاپ مسئله وه. دغه مذاکرات نن او سبا په دوحه کې ترسره کېدل او د رویټز په خبره د افغانستان لپاره خورا مهم وو، خو د افغان حکومت د وروستي اقدام له امله ځنډول شوي دي. بلخوا د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې ټاکل شوې وه، د امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی دوحې ته لاړ شي، خو دغه سفر او مذاکرات لغوه شوي دي.



































