په راتلونکو دوو ورځو کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په موخه په جینوا کې کنفرانس جوړېږي. د رسنیو د راپورونو له مخې په دې غونډه کې به له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو غوښتنه کېږي او هڅه کېږي چې دلته د روان بشري ناورین لپاره مرستې راټولې کړل شي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې دغه غونډه به د پنجشبې په ورځ جوړېږي. د غونډې کوربه توب بریتانیا، آلمان او ملګري ملتونه کوي. په دې کنفرانس کې به د ګڼو هېوادونو استازي ګډون لري او د افغانستان پر وضعیت به خبرې کوي.



































