د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبلیو اېف پي وايي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب بحران د ژوريدو په حال کې دی. د خوړو نړيوال پروګرام يوې څېړنې ښودلې چې دا مهال د افغانستان ۲۳ ملیونه وګړي د خوړو خونديتوب نه لري او دا شمېرې د لوړيدو په حال کې دي. د ياد پروګرام د يوې سروې له مخې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې کورني عوايد او کاري فرصتونه په شدت د کميدو په حال کې دي نږدې ۹۵ سلنه وګړي کافي خواړه نه لري. ډبیلو اېف پي اټکل کړی چې په روان ۲۰۲۲ کال کې به د افغانستان تر نيمايي ډير وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ وي. سرچينه وايي، نږدې ۹ ميليونه افغانان به قحطۍ ته د ورته وضعيت سره مخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوړو د بحران په اړه خپلې موندنې داسې مهال خپروي چې ټاکل شوې سبا د افغانستان بشري وضعيت ته د رسيدنې په موخه په جنيوا کې يوه لويه نړيواله غونډه وشي.



































