د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال د مارچ په ۲۳مه نېټه د مسکو د نړيوالو اړيکو له اکاډمۍ څخه د ليدنې پر مهال يوه وينا وکړه او د نړيوال وضعيت په اړه يې خپلې نظريې په ډاګه او د نړيوالو اړيکو په چارو کې يې د چين دريځ او پېشنهاد بیان کړل.
نوموړي هغه مهال د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو وغوښتل، چې د همکاريو او ګډو ګټو پر بنسټ نوي ډول نړيوالې اړيکې ټينګې کړي او خلک دې د نړيوالې سولې او ګډ پرمختګ لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.
د شي جين پينګ دغه ليدنه د چين د دولت رئيس په توګه لومړۍ بهرنۍ ليدنه وه او هم يې په لومړي ځل د نوي ډول نړيوالو اړيکو مفکوره وړاندې کړه. د نوموړي دغه مفکوره اوس په نړيواله صحنه کې بيا بيا ياديږي او د نړيوالو اړيکو په برخه کې د چين اساسي دريځ او بنسټيز اصل ګرځېدلی دی.
د رئیس شي جين پينګ د دغې مفکورې د وړاندې کېدو پر مهال، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون ۳۰ کلن پلان تطبيق کېده او پر مټ يې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد وګرځېد.
د نړۍ د ځينو هيوادونو سیاستوالو د چين د ځواک د مسلسلې پياوړتيا پر وړاندې اندېښنه ښودلې، چې ښايي دغه هيواد هم د بادارۍ غوښتونکو په جبهه کې ودريږي او پر نورو هيوادونو خپلې غوښتنې ومني او هر تيري ته وړاندې شي.
دغو کسانو د يادې اندېښنې په اړه ”د چين ګواښ “ تحريک روان کړی او دا مسئله یې په خپله خوښه تعبیر کړې، چې چين به نړۍ سره څه ډول سلوک وکړي او د ډېرو خلکو پاملرنه يې هم راجلب کړې ده.
د نويو نړيوالو اړيکو په مفکوره کې کومې نوې نظريې شاملې دي؟
د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي دغه مفکوره په يوه جمله کې بيان کړې او ويلي يې دي، چې ټول هيوادونه باید د مقابلې پر ځای همکارۍ او د انحصار پر ځای ګډې ګټې په نظر کې ونيسي او زيرو – سم لوبه (zero-sum game) دې له پامه وغورځوي.
شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې پر دې ټينګار کړی، چې چين به د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو بيرغ هسک او رپاند وساتي، د نړيوالې سولې د ساتنې او د ګډ پرمختګ د هڅولو په موخه به ډيپلوماتيک اصول مراعات کړي، د سوله ييز چلند د پنځو فقره ييزو اصولو پر اساس به له مختلفو هېوادونو سره همکارۍ وکړي او د متقابل درناوي، عدالت او د ګډو ګټو د همکاريو په بڼه به د نوي ډول نړيوالو اړيکو د تاسيس لپاره هڅې وکړي.
د چين د نړيوالو چارو څېړنيز انسټېټيوټ د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز کارپوهې جانګ وې وې د نوي ډول نړيوالو اړيکو د مفکورې په اړه وايي، چې دلته متقابل درناوی ارزښت لري، خو تر ټولو مهم ټکی يې دا دی، چې ټول لوی او واړه او پياوړي او کمزوري هيوادونه برابر او مساوي حقونه لري.
په نړۍ کې د بادارۍ او زورواکۍ سیاست له اوږدې مودې راهيسې روان دی او لا هم په پراخېدو دی. چين پر دې ټينګار لري، چې د بېلا بېلو هېوادونو په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو حقه حقونه بايد وساتل شي او د نړيوال کېدو په بهير کې باید د مختلو هېوادونو ګټې يو له بل سره وتړل شي او هيڅ هېواد د نړيوالو ننګونو پر وړاندې پر ځان نه شي بسيا کېدلی، نو د نړۍ ټول هيوادونه دې يو بل ته لاس ورکړي او ګډې ګټې دې ومومي.
اوسنۍ نړۍ ناارامه ده او سوله او پرمختګ له سختو ننګونو سره مخ دي
د نړۍ د ګڼو هيوادونو خلک همدغه وضعيت ته په کتو د سولې او پرمختګ تمې ښيي او د عدالت غوښتنې غږونه يې پورته کړي او د همکاريو او ګډو ګټو اراده يې پياوړې شوې ده.
شي جين پينګ د نوي ډول نړيوالو اړيکو په مفکوره کې متقابل درناوی، عدالت او د ګډو ګټو همکاري وړاندې کړې او د ټولو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د مناسب سلوک لوری يې روښانه کړی دی.