د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ويلي، افغانستان، پاکستان او چين کولی شي چې په ګډه د يوې لارې او يو کمربند نوښت په اډانه کې د چين – پاکستان اقتصادي دهليز افغانستان ته هم وغځوي. وانګ يې دا څرګندونې پرون د ختيځ چين انهويي ولايت کې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ته کړې دي. وانګ يي ويلي، چې د چين – پاکستان اقتصادي دهليز به په سيمه ييز اتصال کې له افغانستان سره د پام وړ مرسته وکړي. وانګ يي دغه راز ويلي چې افغانستان، پاکستان او چين بايد د درې اړخيزو همکاريو ميکانيزم له سره رامنځته کړي.



































