امریکا له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د نجونو پر زده کړو خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ټلیفوني مکالمه کې ټینګار کړی چې باید په افغانستان کې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي. همدا راز په دې مکالمه کې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو او نجونو د زده کړو پر ارزښت هم خبرې شوې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د ښوونځیو د ژر پرانیستل کېدو اړتیا ده، ځکه دا د افغانستان د راتلونکې لپاره مهم اقدام دی. دواړو لورو داسې مهال د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت وایي، د ځینو شرایطو له امله د ښوونځیو پرانیستل کېدل ځنډول شوي او همدا چې شرایط برابر شي نجونې ښوونځیو ته تللی شي.





























