د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر فراه ولایت ته سفر کړی او ویلي یې دي، چې د بخش اباد بند د جوړولو هوډ لري. نوموړي ویلي، پخوا هم د بیا رغونې چارې بریالۍ وې او په راتلونکې کې هم د افغانستان د ابادۍ او بنسټیزو پروژو په پلې کولو کې مصصم دي. تردې خبري ناستې وروسته نوموړي د یاد ولایت له مسوولینو سره لیدنې کتنې کړې دي. د بخش اباد د بند جوړولو چارې په تېر نظام کې پېل شوې وې، خو په هېواد کې تر نوي تحول وروسته یې کار درېدلی دی.





























