افغانستان کې له هرو درېیو ماشومانو دوه یې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري. بیزنیس سټنډرډ نشریې په یوه مطلب کې د نړیوالو بنسټونو په حواله لیکلي چې افغانستان کې لوږې او بېوزلۍ د ماشومانو پر ژوند مستقیم ناوړه اغېز کړی دی.
دغه نشریه وایي چې له هرو درېیو افغان ماشومانو دوه یې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري. سرچینه کاږي چې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او کورنۍ اړ شوې چې د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره ماشومان وپلوري او یا یې شاقه کارونو ته اړ کړي.
تر دې وړاندې ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د اړینو اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.


































