د ا.ا.ا وايي چې دوه لوړپوړي پلاوي يې په ايران او دوحه کې دي څو د بېلابېلو مسايلو پر سر له يادو هيوادونو سره خبرې وکړي. د افغانستان د ا.ا مرکزي وياند وايي چې د دې خبرو د لاسته راوړنو په تړاو جزئيات به د پلاويو تر راستنيدو وروسته رسنيز شي. ذبيح الله مجاهد وايي، ايران ته د ا.ا تللی پلاوی به په هغه هيواد کې د افغان کډوالو پر ستونزو او د دواړو هيوادونو تر منځ د تګ راتګ لپاره د مناسب چاپېريال د رامنځته کولو په تړاو له چارواکو سره خبرې وکړي. هغه ويلي چې د دې خبرو جزئيات به وروسته له رسنيو سره شريک شي. وړاندې داسې هم ويل کيدل چې د ا.ا پلاوی به تهران ته په سفر کې د اوبو د مسئلې په تړاو هم له ايراني چارواکو سره خبرې وکړي خو مجاهد په دې اړه څه نه دي ويلي. د ا.ا مرستيال وياند بلال کريمي پرون ويلي وو چې د حکومت يو پلاوی يې په نږدې راتلونکي کې ايران ته سفر کوي، خو د پلاوي د رسيدو په اړه يې څه نه وو ويلي. له بلې خوا يو پلاوی د تېرې جمعې په ورځ دوحې ته هم تللی او هلته يې د مختلفو هېوادونو له ديپلوماتانو سره ليدلي دی.





























