د ریاست الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې نن د ښارجوړونې وزارت او د بیجینګ-ننګرهار ساختماني تولیدي شرکت ترمنځ د پیروزي ښارګوټي په ختیځه برخه کې د صنعتي پارک جوړولو تړون لاسلیک او د پرانیستې مراسم یې تر سره شوي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، پر دغه صنعتي پارک چې ۲۱۶ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي ۱۵۰ کارخونې پکې جوړېږي چې ۱۳۶۰۰ کسانو ته په دایمي او ۳۰۰۰۰ نورو ته به په غیر مستقیم ډول پکې د کار زمینه برابره شي. د ویلو ده چې په پيروزي ښارګوټي کې پر ياد صنعتي پارک سربېره؛ ښوونيز مرکزونه، سوداګريز او د استوګنې بلاکونه، شنې ساحې، جوماتونه او تفريحي پارکونه هم شامل دي.



































