د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي تېره ورځ په دوحه کې د قطر هېواد د کورنیو او ټولنیزو چارو پراختیا وزیرې مریم المسند او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یادې لیدنې خبر ورکړی. امیرخان متقي په دې لیدنه کې المسند او ورسره مل پلاوي ته افغانستان ته د راتلو بلنه ورکړه. د سرچینې د معلوماتو له مخې، قطري لوري د امیرخان متقي بلنه منلې او پرېکړه شوې، چې راتلونکي کې به افغانستان ته د قطر یو استازی راشي، ترڅو په افغانستان کې د قطر هېواد د خیریه بنسټونو دفترونه پرانیزي او بېوزلو سره د مرستو پیلولو ته لار هواره شي. یاده دې وي چې امیرخان متقي تر دې وړاندې په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریټانیا سفیر هوګیو شارتر او دغه راز له یو شمېر قطري چارواکو سره کتلي و.
متقي له قطري چارواکو سره د ګڼو سیاسي مسایلو ترڅنګ د افغانستان د هوايي ډګرونو پر سر هم خبرې کړې وې.





























