افغانستان کې میلیونونه وګړي د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د افغانانو ترمنځ ورځ تر بلې لوږه او سختۍ پراخېږي.
سرچینه کاږي چې همدا اوس شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او ټول د نړیوالې ټولنې مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې د سیمې په هېوادونو کې بېکاري، د افغان وګړو کډوال کېدل او بېرته راتګ، په هېواد کې د کافي کار نشتون او وچکالۍ هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې سخت کړی دی.



































