د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي چې ملګري ملتونه به د یو هوسا او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغې غه راز ویلي چې هیڅوک په افغانستان کې د جګړو او جنګي ډلو ملاتړ نه کوي. نوموړې دا څرګندونې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. نوموړې دغه راز ویلي چې دوی به د یو پرمختللي افغانستان لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي. په ورته وخت کې متقي هم د مسائلو د حل لپاره پر ګډو هلو ځلو ټینګار کړی دی او یو ځل بیا یې له نړۍ سره د نېکو اړیکو پر رغولو ټینګار کړی دی. د یادونې ده چې واک ته د افغانستان ا.ا د رسېدو نهه میاشتې په تېرېدو دي خو تر اوسه پورې هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.





























