د کابل په شهزاده سرای کې د صرافانو اتحادیه وايي چې له ماليې وزارت سره پرونۍ خبرې يې بې پایلې پای ته رسيدلې دي. دا غونډه د صرافيو او پولي خدمتونو شرکتونو ته د فعاليت په تړاو د افغانستان بانک د نوې طرحې په اړه د خبرو لپاره جوړه شوې وه. د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وايي، له دې هر څه سره سره هم تمه لري چې را ولاړه شوې ستونزه ژر حل شي. د صرافانو اتحاديه وايي، د افغانستان بانک په نوې طرحه کې پر صرافيو د فعاليت لپاره سخت شرایط وضع شوي او دوی غواړي چې ياده طرحه بدله شي. د طرحې پر بنسټ، هر صراف باید د فعاليت لپاره پنځه میلیونه افغانۍ د افغانستان بانک ته ضمانت کیږدي، دوه لکه افغانۍ د جواز لپاره ورکړي او د خپل کار لپاره پنځوس میلیونه افغانۍ ولري او دا پیسې ښکاره کړي. د صرافانو د ټولنې د معلوماتو له مخې د اوس لپاره څلور زره صرافۍ جوازونه لري او شاوخوا دوه لکه داسې صرافۍ هم فعالې دي چې رسمي جوازونه نه لري.



































