ملګرو ملتونو د روان غذايي ناورین پر وړاندې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې جګړو او د هېوادونو ترمنځ کشمکشونو د خوړو ناورین پراخ کړی او د نړۍ په کچه یې غذايي ناورین ته زیان اړولی دی. نوموړي ویلي ددې جدي اړتیا ده چې هېوادونه په خپلو کې ژر تر ژره ستونزې حل کړي او د خوړو د کمښت ناورین ته د پای ټکی کېږدي. هغه خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام کوي په راتلونکو میاشتو کې به نړۍ د خوړو د کمښت له اړخه له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي. د ګوتریش په خبره جګړو او وچکالۍ په ډېری هېوادونو کې خوړو ته لاسرسی کم کړی دی، بیې لوړې شوې دي، د سونتوکو په لېږد کې خنډونه شوي او ګڼ هېوادونه د انرژۍ له کمښت سره مخ شوي دي.



































