نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې لوږه او بېوزلي د پراختیا په حال کې ده او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري. ددغه نړیوالې ادراې یوې چارواکې هېدر بار په تازه مرکه کې ویلي نړیوالې ټولنې او د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې د اقتصادي ودې لپاره په ګډه کار وکړي او روان بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي چې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې د ژمي تر را رسېدو مخکې د خلکو اړتیاوې پوره او ستونزې حل کړي.



































