د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي دي. د راپورونو له مخې، په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغان سوداګرو د امریکا ځانګړي استازي ته د خپلو ستونزو په اړه معلومات ورکړي او په ډاګه کړې يې ده چې د نړیوالو مرستو د نشتوالي له امله د افغانستان اقتصاد زیامن او د افغانستان د شتمنۍ کنګل کیدو له امله د افغان سوداګرو ستونزې زیاتې شوې دي. د راپور له مخې، په دې کسانو کې د شخصي بانکونو مالکان، ملي سوداګر او په نړیوال بانک کې د افغانستان ټاکل شوي استازي هم شتون درلود. سرچینې زیاته کړې، افغان سوداګرو د امریکا استازي ته ویلي چې د افغانستان مالي شتمني دې بیرته پرانیستل شي ځکه چې افغان ولس او سوداګر په ځانګړې توګه دې بندیزونو اغیزمن کړي دي. په دې ناسته کې افغان سوداګرو د نوي حکومت او بهر میشتو افغان سیاستوالو ترمنځ د روغې جوړې پر خبرو هم ټینګار وکړ .د راپور له مخې د امریکا ځانګړي استازي افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د بانکونو په هکله د دوی د ستونزو د لرې کولو لپاره به ګامونه اخلي.



































