د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ، اقتصادي کمیسیون د ډيپي ورلډ کمپنۍ سره د هېواد د بندرونو د عصري کولو او د صادراتو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه هوکړه کړې ده خو روښانه نه ده چې په دې اړه به تړون څه وخت لاسلیک کېږي. د ملا برادر د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه راز د یاد کمیسیون په غونډه کې پرېکړه شوې ده چې د کابل ښاروالۍ مشارکتي پروژې او د حیرتان رېل پټلۍ د خدماتو پروژه د نوي قرارداد په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کړل شي. د یادونې ده چې ملا برادر پرون هم یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي و، چې غواړي له اقتصادي پلوه افغانستان په خپلو پښو ودروي او دې هدف ته د رسېدو لپاره ګڼ پلانونه او قوي اراده لري.



































