چین وایي د افغانستان د مسایلو د حل لپاره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره همکاري کوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان په پلازمینه نورسلطان کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له چارواکو سره د سیمې پر امنیت خبرې کړې دي.
دده په خبره چین ژمن دی چې په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره مرسته وکړي او پر امنیتي مسایلو تمرکز ډېر کړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلي چې د افغانستان امنیت هم د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دوی تیار دي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د مسایلو په تړاو همکاري او مرسته وکړي.


































