په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د جسدونو زړه بوږنوونکي تصویرونه خپرېږي چې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې شهیدان شوي دي. که څه هم په کونړ کې د دغو بریدونو په تړاو ډېر معلومات نشته او چارواکي یې د پټولو هڅه کوي، خو سیمه ییز خلک وايي چې لسګونه ښځې او ماشومان وژل شوي دي. د کونړ ترڅنګ له هلمنده هم په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د وژنې خبرونه ورکړل شوي دي.
حکومت د تل په څېر د ملکي وګړو پر وژنه چوپه خوله دی او ځینې چارواکي یې د پټولو هڅه کوي. په ټولنیزو رسنیو کې هغوی چې د پیسو په بدل کې حکومت ته تبلیغات کوي، د دغو بریدونو پر توجیه کولو بوخت دي. ځینې وايي چې طالبان د خلکو په کورونو کې پټېږي. ځینې یې بیا وايي چې خلک دې طالبانو ته په کورونو کې ځای نه ورکوي چې ونه وژل شي. دغه راز ځینې یې بیا وايي چې دا د طالبانو ښځې او ماشومان وو چې وژل شوي دي.
په دې وروستیو میاشتو کې په هوايي بریدونو، چاپو او د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو وژنه ډېره شوې ده. دا وژنې پرله پسې کېږي چې د خلکو او بشري حقونو د فعالینو غبرګونونه یې را پارولي دي. حکومت یا مرګونی او خاینانه سکوت کړی او یا یې هم د څېړنو خبره کړې چې پایله یې نشته او که وي هم، د خلکو د ستونزو له کمولو او د دغو جنایتونو له مخنیوي سره هېڅ مرسته نه کوي. د ملي یووالي حکومت مشران د دغو وژنو په اړه له دې امله هم سکوت کوي چې که څه ووايي، امریکایي دوستان به یې خپه شي او دا بیا هغه چاره ده چې دوی ته په راتلونکو ټاکنو کې ګرانه پرېوځي. له همدې امله دوی غواړي د خپلو خلکو د وژنې په اړه په چوپتیا سره امریکايان خوښ وساتي او خپل واک او ځواک وغځوي.
له بده مرغه یوازې حکومت نه دی چې پر دغو وحشتونو چوپ دی. د بشري حقونو ډېری سازمانونه، په کابل کې د بشري حقونو کمېسیون، له حکومت څخه د باندې سیاستوال، په اصطلاح جهادي مشران او تش په نوم روشنفکران ټول د دغو جنایتونو پر وړاندې غلي دي. جنایتکاران، د جنایت شریکان او هغوی چې په دې اړه غلي دي، ټول د ولس پر وړاندې مسوول دي.
اوس پکار ده چې نور د دغو وحشتونو پر وړاندې غږ پورته شي. نور دا حالت د زغم وړ نه دی، پکار ده چې جدي ګامونه واخیستل شي. دلته پکار ده چې په یو ټولیز حرکت سره نور د دغو وحشتونو مخه ونیول شي. پکار ده چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه خلک را ټول شي. دلته د افغان انسان د وینې لپاره همداسې مبارزه پکار ده لکه له کرښې هاخوا چې پښتنو پیل کړې ده. پکار ده موږ یو بل ته لاسونه ورکړو او په عملي ډول د خپلو ښځو، خویندو، میندو ماشومانو، وروڼو او نورو بې ګناه وګړو د خوندیتوب لپاره مبارزه پیل کړو. حکومت او بهرني ملاتړي یې باید مجبور شي چې نور دا وحشت ودروي او که دا وحشت نه دروي، نو خلکو ته پکار ده چې بیا د خپل حق لپاره مبارزه وکړي او دا هېواد له وژونکو بهرنیانو پاک کړي.