له سیاسي څېرو سره د تماس کمیسیون وایي چې د دوی د هڅو په دوام د حج او اوقافو پخوانی وزیر محمد صدیق چکري هېواد ته راستون شوی دی. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې هېواد ته په راتګ خوښ دی او تمه لري چې وکړی شي په خپل هېواد کې اغېزناک تمام شي. نوموړي همدا راز د حکومتي چارواکو له تاوده هرکلي مننه کړې ده. د رسنیو راپورونه وایي چې صدیق چکري د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د حج او اوقافو وزیر و، خو په فساد تورن و او د هغه مهال حکومت یې په محاکمه کولو بریالی نه شو. نوموړي له هغه مهاله په لندن کې ژوند کاوه چې اوس د تماس کمیسیون په هڅو بېرته هېواد ته راستون شوی دی.





























