ملګري ملتونه وایي نړیوال بانک د افغانستان د کرنې له برخې سره د ۱۵۰ میلیونو ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د ملګرو ملتونو مطبوعاتي برخې ویلي نړیوال بانک تېره ورځ ورسره ژمنه کړې چې په افغانستان کې د لوږې د له منځه وړلو او زرګونه بېوزله کروندګرو سره د همکارۍ لپاره ۱۵۰ میلیونه ډالر مرسته کوي.
دغه مرستې به د کرنې د ښه والي او په افغانستان کې د غنمو د تولید د ډېروالي په موخه کېږي. نړیوال بانک ویلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې لوږه پراخه شوې نو ددې جدي اړتیا ده چې په دغه هېواد کې د زراعتي تولید کیفیت ښه شي او خلک خوړو ته اسانه لاسرسی ولري.



































