د کندهار ځايي چارواکي وایي چې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی. د کندهار ولایت ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په وروستیو کې په کندهار کې د احمد شاه بابا تاریخي مقبرې، خرقې مبارکې او نورو ورته تاریخي اباداتو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی. د دوی په خبره په دې سیلانیانو کې کورني او بهرني سیلانیان شامل دي. دوی وایي هڅه کوي چې دغه ولایت ته لا ډېر سیلانیان جذب کړي څو له یوې خوا د افغانستان د فرهنګ پالنه وشي او له بلې خوا سیاحت د سیمې خلکو ته په عایداتي سرچینه بدل شي.





























