په هېواد کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر ۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. پېښو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د تېرې شپې زلزلې په هېواد کې د ۹۲۰ کسانو ژوند اخیستی دی او شاوخوا ۶۱۰ کسه نور ټپیان دي. دغه زلزله د هېواد په څو ولایتونو کې د شپې ناوخته وشوه چې له همدې امله د تلفاتو شمېره لوړه ده. مولوي مسلم وایي چې د هر شهید کورنۍ ته سل زره او هر ټپي ته پنځوس زره افغانۍ ورکول کېږي. په ورته وخت کې افغان حکومت له نړیوالو مرستندویه موسسو هم غوښتنه کړې چې د تېرې شپې زلزلې له قربانیانو سره بشردوستانه مرستې وکړي.





























