د کاناډا د کډوالو چارو وزرات وایي، د ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکو د منلو پروګرام له لارې یې تر اوسه د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي، خو د نورو د منلو او کاناډا ته د استولو توان نه لري. د راپورنو له مخې، د کاناډا لومړي وزیر جستین ټروډو په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له واکمنېدو څو اونۍ وړاندې ویلي و، چې ۴۰ زره افغانان کاناډا ته لېږدول کېږي. د دې پروګرام له لارې په تېرو نږدې یوولسو میاشتو کې ۱۶ زره افغانان کاناډا ته تللي دي. د راپور له مخې، د کاناډا د کډوالو چارو وزارت ویلي، تر اوسه یي د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي او نور هغه غوښتنلیکونه نه شي منلی چې د دغه هېواد دفاع وزارت یې ورسپاري. که څه هم د کډوالو د دې ځانګړې پروګرام انټرنېټي پاڼه فعاله ده، خو د کاناډا د کډوالۍ د چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دا پروګرام د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.





























