د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال ۲۰ زره او ۱۰۷ ټنه وچه او تازه مېوه، سبزیجات، طبي نباتات او زعفران بهر ته صادر شوي دي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر وېبپاڼه د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان وچه او تازه ميوه، سبزيجات او طبي بوټي د ياد وزارت له لوري تر تصديقېدو وروسته صادر شوي چې د ورکړل شوي تصديقپاڼو په اعتبار په اروپا، امريکا او استراليا کې پلورل کېدای شي. سرچينې ويلي چې د سوداګرۍ او صنعت وزير د مېوه جاتو له سوداګرو سره په وروستۍ ناسته کې له هغوی غوښتي چې د صادراتو پر مهال ټول نړيوال معيارونه په پام کې ونيسي او په نړيوال مارکيټ کې د افغاني توکو مشتريان وساتي.





























