د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، درې پر څلور یمنیان یا ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو بشري چارو چارواکو ویلي، نړیوال بنسټونه په یمن کې د لوږې ضد مبارزې له ماتې سره مخامخ شوې دي. شمېرې ښيي، چې یمن کې اته میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ وو، چې اوس پرې ۳٫۵ میلیون نور وګړي هم ورزیات شوي. په یمن کې د پولي واحد رالوېدو له کبله د توکو بیې هم لوړې شوې. د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارک لووک ویلي دوی له لوږې سره په مبارزه کې ماتې خوړلې دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یمن کې د روانې جګړې له کبله تر اوسه شاوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي، چې درې برخې یې ولسي وګړي دي او ۵۵ زره نور ټپیان شوي