افغان حکومت وايي دوی په افغانستان کې د الظواهري د حضور په اړه هېڅ راز معلومات نه لرل. د افغان حکومت د مطبوعاتي برخې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې یو ځل بیا پر کابل د امریکا هوایي برید په کلکو ټکو غندل شوی او هغه له ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه بلل شوې ده.
په اعلامیه کې راځي چې دوی په کابل کې د الظواهري د حضور په اړه هېڅ راز معلومات نه لرل او د وروستي برید په اړه هم تر اوسه د دوی پلټنې نه دي بشپړې شوې. د افغان حکومت مشرتابه د پېښې د هر اړخیزې څېړنې او پلټنې په اړه امنیتي او استخباراتي اداراتو ته لارښوونه کړې ده او په اړه یې د ټولو معلوماتو د راټولولو غوښتنه کړې ده.
افغان حکومت همدا راز ددغه ډول پېښو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړی او زیاتوي چې که ورته کړنې امریکايي لوری تکرار کړي نو د هر ډول عواقبو مسوولیت به یې هم پر دوی وي.





























