د ا.ا د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب له یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې افغانستان کې د اساسي قانون جوړېدل یوه اړتیا بللې ده. نوموړي دا څرګندونې له اېن پي ار امریکايي راډيويي شبکې سره په مرکه کې کړې دي. مولوي یعقوب د ا.ا ځواکونو له لوري په ټول هېواد کې د بشري حقونو د نقض ډېری راپورونه په ځانګړې ډول د ملګرو ملتونو وروستی راپور چې د ا.ا د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د خپلسرو نیونو او ربړونو ادعاوې پکې شوې، بې اساسه بللي. نوموړي د ملګرو ملتونو راپور رد کړی او ویلي يې دي، چې د سرغړوونکو لپاره نظامي محکمې شته. ملا یعقوب دې امریکايي رسنۍ ته په افغانستان کې د ۱۰۰ سلنې امنیت خبره کړې ده.





























