د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره يا اوچا وايي، روان میلادي کال د هېواد په مختلفو ولايتونو کې د سېلابونو له کبله تر ۲۵۰ ډېر کسان مړه شوي دي. د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، روان کال د سيلابونو له کبله د افغانانو د مړينې کچه ۷۵ سلنه لوړه شوې ده. اوچا وايي چې سيلابونو تر ټولو ډيره مړينه په اګسټ مياشت کې اړولې چې شمېر يې ۱۱۸ تنه رسېدلی او ورسره له دې کبله د وژل شویو کسانو ټول شمېر ۲۵۶ تنو ته رسېدلی دی. د سيلابونو له کبله د اوښتو زيانونو په تړاو د اوچا په راپور کې ويل شوي چې له دې کبله تېر کال ټولټال ۱۴۷ تنه مړه شوي وو. د راپور پر بنسټ د سيلابونو له کبله تر ټولو ډير زيانونه په لوګر، وردګو، پکتيا، پروان، ننګرهار، نورستان، کونړ او لغمان ولايتونو کې اوښتي دي.





























