افغان حکومت وايي لا هم امریکايي بې پيلوټه الوتکې پر افغان خاوره پروازونه کوي. د افغانستان د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، د افغانستان پر فضا بې پيلوټه الوتکې تګ راتګ کوي خو دا الوتکې امریکايي دي او افغان حکومت یې پر وړاندې واضح دریځ لري. د مجاهد په خبره ددغه الوتکو راتګ غیر قانوني او د افغانستان پر حریم ښکاره تېری دی نو په لوړه کچه ددغه الوتکو د بندېدو او نه ګرځېدو پر سره د افغان لوري او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي. مجاهد وايي افغان حکومت د امریکا دغه ډول اقدامات په کلکو ټکو غندي او د دوام په صورت کې به یې د مخنیوي لپاره پر لا ډېرو جدي اقداماتو لاس پورې کړي. مجاهد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې په ځینو برخو کې بې پيلوټه الوتکو تګ راتګ کړی دی او خلکو ته یې اندېښنې پيدا کړې دي.





























