په غور کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې یو مسافر وړونکی موټر د غور له تیورې ولسوالۍ هرات ته پر لار و، چې له سړک وتلی دی. په پېښه کې درې کسه ټپيان او پنځه نور وژل شوي دي. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم پېښه تایید کړې ده او وايي ددغه ولایت ډېری لارې له سختو ستونزو سره مخ دي او باید ورغول شي. دده په وینا خلک له ډېرو صعب العبوره لارو تېرېږي او وخت ناوخت د مرګ ژوبلې ورته پېښې رامنځ ته کېږي. په وژل شوو کې یوه مېرمن هم شته ده او د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی. بل پلو په بامیانو کې د ځمکې ښویېدنې له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. دغه پېښه د بامیانو په شېبر ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.