د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وایي، که شپني عملیات دوام وکړي نو خلک به عمومي پاڅون ته مجبور شي.
حکمتیار دا څرګندونې پرون په کابل کې د یو شمېر سیمو له مشرانو سره په کتنه کې کړې دي.
ده ويلي، د هېواد په ګڼ شمېر برخو کې د شپې له لوري داسې وحشيانه عمليات ترسره شوي چې ګڼ شمېر بې ګناه خلک پکې وژل شوي دي، خو چارواکي يې په اړه بې خبري ښيي او وايي چې دغه عمليات له دوی سره تر همغږۍ پرته شوي دي.
د حکمتيار په خبره، په هېواد کې روان شپني عمليات د يوې ګډې قطعې له لوري کيږي چې په وينا يې د بهرنيانو له لوري رهبري کېږي او د حکومت له کنټروله بهر دي.
حکمتيار د دغه ډول عملياتو ترسره کوونکي داعشیان وبلل او زیاته یې کړه، که داسې وي، نو هغه څوک چې په ښارونو کې چاودنې کوي، هغوى مه ملامتوئ، هغوى هم ستاسو په څېر د خپلو وحشيانه عملياتو لپاره توجيه وړاندې کولاى شي. نوموړي دغه عمليات پر کلکه وغندل او ويې ويل چې ټولو لورو ته وايي چې دا به ناوړه پايلې ولري.
حکمتيار تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې په ځينو ولايتونو کې د حزب اسلامي د پخوانيو قوماندانانو پر کورونو شپني عمليات شوي او ګڼ شمېر بې ګناه خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. حکومت د حکمتيار د ادعاوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.