په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي چې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو د امنيت په ساتلو کې به له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.
د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستۍ غونډه په ارګ کې جوړه شوې وه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند دفتر په یو بیان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د یوه لوړپوړي چارواکي جنرال اندریو پوپاس له قوله لیکلي: «د امنیت د تأمین او ښو ټاکنو د ترسره کولو په موخه به خپل ټول امکانات د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو په واک کې ورکړو».
جنرال پوپاس دغه راز، د ټاکنو د امنیتي پلان د تطبیق په موخه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپلې هراړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ريیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد په غونډه کې د رایې ورکوونکو او نوماندانو د امنیت پر ساتلو ټينګار کړی او ویلي یې دي، هغه کسان چې ټاکنې اخلالوي پر وړاندې یې باید جدي اقدامات ترسره شي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستيال لوی پاسوال اخترمحمد ابراهیمي او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال محمدشریف یفتلي، د ټاکنو پروسې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ډاډ ورکړی دی.
د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې د تلې په ۲۸مه د رایې ورکولو په ۵۱۰۰ مرکزونو کې کېږي.
تر دې وړاندې د رایې ورکولو په څه باندې ۷ زره مرکزونو کې د ټاکنو د ترسره کولو اټکل شوی و، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې د امنیتي ستونزو له امله به شاوخوا ۲زره مرکزونه تړلي وي.